د بهرنی مداخلې بیلګې چې پر ټولنیزو سازمانونو اغېز کوی Examples of foreign interference impacting community organisations
د بهرنی مداخلې بیلګې چې پر ټولنیزو سازمانونو اغېز کوی
ټولنیز سازمانونه د ټولنو په ملاتړ او شکل ورکولو، د پرېکړه کولو پر بهیر اغېز شیندلو او د بېلابېلو ډلو په نښلولو کې مهم رول لوبوي.
د ټولنیزو سازمانونو پراخې شبکې او پر باور ولاړې اړیکې لامل شوې ترڅو دوی د ټولنیزې رهبرۍ او تعاملاتو په برخه کې اصلي رول ولوبوي.
کله چې بهرنۍ مداخله یو ټولنیز سازمان د پټو، جبري، غولوونکو یا فاسدونکو اقداماتو له لارې په نښه کوي، کولای شي د هغه سازمان خپلواکۍ ته زیان ورسوي او د ټولنې د باور او ټولنیزې پیوستون د له منځه تلو لامل شي.
دا چاره همدا راز کولای شي چې امنیت، خوندیتوب او د بیان آزادي او د ټولنو (انجمنونو) جوړول هم په خپله سازمان او هم په ټوله ټولنه کې له خطر سره مخ کړي.
د مداخله کوونکو بهرنیو هېوادونو لخوا په نیوزیلند کې د ټولنیزو سازمانونو د په نښه کېدو د څرنګوالي او د هغه په وړاندې د خوندي پاتې کېدو په اړه د لا زیاتو مالوماتو لپاره، دلته ولولئ.
لاندې پر ټولنیزو سازمانونو باندې د بهرنۍ مداخلې د اغېزې درې بېلګې راوړل شوې دي. په دې بېلګو کې، «بهرنی هېواد» له نیوزیلند پرته بل هر هېواد ته ویل کیږي.
دا بېلګې د هغو تجربو او موندنو پر بنسټ تنظیم شوې دي چې د څو کلتوریز نیوزیلند سازمان - د نیوزیلند د څو کلتوریزو شوراګانو فدراسیون د قومي ټولنو له وزارت سره شریکې کړې دي. موږ د دې مطلب او «د بهرنۍ مداخلې په وړاندې د ټولنیزو سازمانونو د خوندي کولو» لارښود په چمتو کولو کې د هغوی له ارزښتناکې همکارۍ څخه مننه او قدرداني کوو.
لاندې بېلګې فرضي سناریوګانې دي چې ښیي کوم ډول فعالیتونه د ۱۹۶۱ کال د جرمونو د قانون پر بنسټ د بهرنۍ مداخلې په توګه ګڼل کېدای شي.
دا عمومي مالومات دي. دا مالومات یوازې ستاسو د پوهاوي لپاره دي او حقوقي مشوره نه ګڼل کیږي. په ځانګړو مواردو کې د حقوقي مشورې ترلاسه کولو لپاره، له یوه وړ حقوقي متخصص سره خبرې وکړئ.