ناسم معلومات Disinformation
دا سرچینه پر ناسمو او ګمراه کوونکو معلوماتو تمرکز کوي؛ هغه معلومات چې په لوی لاس د غولولو او زیان رسولو لپاره جوړ یا خپاره شوي وي.
ناسم معلومات هغه غلط یا نادقیق معلومات دي چې د غولولو یا زیان رسولو له نیت پرته خپریږي.
د نیوزیلنډ د امنیتي استخباراتو اداره (NZSIS) ګمراه کوونکي معلومات داسې تعریفوي چې په لوی لاس ناسم یا غولوونکي وي او د زیان رسولو یا پراخو اهدافو ته د رسېدو په موخه خپریږي. دا معلومات معمولاً په انلاین فضا یا ټولنیزو شبکو کې خپریږي، خو کېدای شي په تلویزیون، راډیو یا خبري رسنیو کې، د خبرونو په ګډون، هم وکتل شي.
بهرني دولتونه او د هغوی اړوند عوامل ښايي له ناسمو معلوماتو څخه د بهرنۍ لاسوهنې د یوې برخې په توګه کار واخلي ترڅو افراد او ټولنې په زیان رسوونکي ډول اغېزمن او وغولوي.
ناسم معلومات څنګه خپریږي
ناسم معلومات په بېلابېلو لارو خپرېدای شي، له هغې جملې څخه:
- د پیغام رسونې کاریالونه او ټولنیزې شبکې، چې پکې معلومات معمولاً د هغو کسانو ترمنځ تبادله کیږي چې پر یو بل باور لري.
- هغه منځپانګه چې په ټولنیزو ګروپونو یا د ګډو ګټو په ګروپونوکې شریکیږي، او خلک ښايي ډېر باور پرې وکړي، ځکه چې له اشنا سرچینو څخه خپره شوې یا په داسې ژبه ده چې دوی ته د پوهېدو وړ ده.
- د نیوزیلنډ څخه بهر رسنیو یا سرچینو څخه ترلاسه شوي معلومات چې ښايي د نیوزیلنډ د کورنیو رسنیو یا شرایطو سره سمون ونه لري.
- ټولنیزې شبکې کولی شي ناسم معلومات په چټکۍ سره خپاره کړي، په ځانګړې توګه لنډمهاله منځپانګې لکه د ټیک ټاک ویډیوګانې، د انسټاګرام ریلز (Reels) یا د ټویټر/X پرله پسې پوسټونه.
- نفوذ لرونکي کسان (انفلوئنسران) او کوچني نفوذ لرونکي (مایکرو انفلوئنسران) کولی شي ناسم معلومات خپاره کړي، ځکه چې دوی یا ډېر مخاطبین لري او یا هم د خپلو مخاطبینو په منځ کې د باور وړ دي.
- د لټون ماشینونه او د وړاندیز کولو سیستمونه په انلاین پلیټفارمونو کې ښايي ناسم معلومات کاروونکو ته وښيي، حتی کله چې دوی یې په لټه کې نه وي.
- افلاین خپرېدل، لکه چاپي پاڼې، پوسترونه او د کار په ځای، ښوونځیو یا ټولنو کې د خولې خبرې (شفاهي نقل قول).
د ناسمو معلوماتو ډولونه
د هغه څه په اړه چې وینئ یې، فکر وکړئ
وه یې څېړئ:
- چې ایا معلومات له یوې د باور وړ سرچینې څخه دي او ایا نورو معتبرو خبري رسنیو هم هماغه موضوع تایید یا راپور ورکړی دی که نه. د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره، د جعلي خبرونه څنګه وپېژنو په اړه د Netsafe لارښود وګورئ.
- چې روایت یا معلومات په پیل کې له کوم ځای څخه پیل شوي او څوک یې هڅوي یا یې خپروي.
- چې لیکوال څوک دی او د هغه شالید، موخه یا ګټې څه کېدای شي (لکه ایا د خبر ورکولو، قانع کولو، د یوه ځانګړي لیدلوري د هڅولو یا د خلکو پر افکارو د اغېزې کولو نیت لري).
لاندې موارد په پام کې ونیسئ:
- د هغې منځپانګې سره د مخ کېدو پر مهال درېدل (ځنډ کول) او دقیقه ارزونه، چې د سختو احساساتو (لکه ویره، بېړنی حالت یا قهر) د راپارېدو لامل کیږي.
- د دې پوښتل چې د دې منځپانګې د تولید یا خپراوي موخه څه وه (لکه پر افکارو اغېز کول، د لیدونکو ډېرول یا د یوه کار ترسره کولو ته هڅول).
- دا چې که خلک پر دې معلوماتو باور وکړي او شریک یې کړي، څوک ترې ګټه پورته کوي.
د بېلګې په توګه، که له داسې پوسټ سره مخ شئ چې وايي «مخکې له دې چې حذف شي، سمدلاسه یې شریک کړئ» باید لږ تم شئ او د هغې د خپرولو د دلیل په اړه فکر وکړئ.
د شک پر مهال باید څه وکړو
مهمه ده په یاد ولرئ چې دا طبیعي ده که چېرې سمدلاسه د یوه مطلب په ناسموالي پوه نه شئ.
د معلوماتو له شریکولو مخکې فکر کول تاسو ته دا وړتیا درکوي چې د هغې د کرکتنې په اړه فکر وکړئ، واقعیتونه وڅېړئ او د ناسمو معلوماتو د خپرېدو مخنیوی وکړئ.
همدا راز کولی شئ له د باور وړ کسانو، لکه کورنۍ یا ملګرو سره مشوره وکړئ ترڅو د دغو معلوماتو په اړه د هغوی لیدلوری وپوهیږئ.
هغه ناسم معلومات چې د بهرنیو هېوادونو او د هغوی د اړوندو عواملو له خوا کارول کیږي
لاندې ځینې هغه ځانګړتیاوې ذکر شوي دي چې په لوی لاس د بهرنیو دولتونواو د هغوی د اړوندو عواملو له خوا په ګمراه کوونکو معلوماتو کې کارول کیږي:
- د مهمو معلوماتو یا شواهدو په قصدي حذفولو سره د سختو احساساتو راپارول، په داسې ډول چې په خلکو کې د قهر، ویرې یا سخت غبرګون لامل شي.
- د غبرګون راپارولو یا چټک خپراوي په موخه، په ګمراه کوونکي یا مبالغه آمیز ډول د معلوماتو وړاندې کول.
- لوستونکو ته د معلوماتو ورکولو پر ځای د هغوی د غبرګون راپارولو لپاره د احساساتي او پاروونکې ژبې کارول.
- یوې ځانګړې مسلې یا ګروپ ته د خلکو د لیدلوري د اړولو لپاره ښکاره پلوي کول یا پر مخکېنیو قضاوتونو (تعصباتو) تکیه کول.
- د کیسې د یوازې یوه اړخ د وړاندې کولو لپاره د متفاوتو لیدلورو یا نظرونو حذفول.
- د سمو معلوماتو په توګه د ناسمو، تحریف شویو یا زړو معلوماتو وړاندې کول.
- د پرله پسې املایي یا ګرامري تېروتنو لرل، چې ځینې وختونه ښايي د منځپانګې د نه باور وړتیا یا په بېړه د هغې د تولید نښه وي.
- د ناسمو معلوماتو د واقعي ښودلو لپاره د بې کیفیته، لاسوهل شویو یا له اصلي موضوع سره د نااړونده انځورونو یا ویډیوګانو کارول.
د خپلو ټولنیزو شبکو د منځپانګې کنټرول په خپل لاس کې واخلئ
که چېرې یو حساب په ټولنیزو شبکو کې ناسم یا ګمراه کوونکي معلومات خپروي:
- هغه حساب بلاک یا ان فالو (unfollow) کړئ ترڅو د نورې ورته منځپانګې د ښودلو مخنیوی وشي.
- هغه حساب د ټولنیزو شبکو په پلیټفارم کې راپور کړئ ترڅو د مضرو انلاین منځپانګو په کمولو کې مرسته وشي.
د ناسمو معلواتو د راپور ورکولو څرنګوالی
تاسو کولی شئ د مضرو انلاین منځپانګو یا ناسمو معلوماتو راپور ورکړئ:
- د ناسم معلوماتو او نورو مضرو منځپانګو راپور د Netsafe په وېب پاڼه کې ورکړئ.
- که چېرې رسنیزه منځپانګه ګمراه کوونکې وي یا د خپراوي قوانین نقض کړي، تاسو کولی شئ خپل شکایت د نیوزیلنډ د رسنیو شورا، یا د اعلاناتو د معیارونو ادارې ته وړاندې کړئ.
- په ټولنیزو شبکو کې ناسم معلومات د هماغه پلیټفارم د راپور ورکولو د امکاناتو په کارولو سره راپور کړئ.
د Netsafe په وېب پاڼه کې ډېر څه زده کړئ
نېټ سیف (Netsafe) په نیوزیلنډ کې د انلاین خوندیتوب یوه خپلواکه او غیرانتفاعي اداره ده چې د نیوزیلنډ د خلکو لپاره، د ماشومانو او ځوانانو، والدینو او پالونکو ، لویانو او زړو کسانو په ګډون، د انلاین خوندیتوب په برخه کې ملاتړیز، تخصصي او ښوونیز خدمات وړاندې کوي.
هېډسپېس انویډرز (Headspace Invaders)
Headspace Invaders یو تعامل محوره پلیټفارم دی چې له ۱۲ څخه تر ۱۶ کلنو تنکیو ځوانانو سره مرسته کوي ترڅو د انلاین منځپانګې سره د مخ کېدو پر مهال خپل پر ځان باور او د سنجش او تحلیل مهارتونه پیاوړي کړي، ترڅو وکولی شي انلاین تحریف، فشار او زیانونه تشخیص کړي.