خپل اصلي هیواد ته د بیرته ستنیدو لپاره فشار Pressure to return to country of origin
د جبري ستنېدو
هغه بهرني دولتونه چې په بهرنیو لاسوهنو کې ښکېل دي، ښايي هڅه وکړي چې پر افرادو فشار راوړي یا یې مجبور کړي چې د خپلې خوښې خلاف نیوزیلنډ پرېږدي او خپل اصلي هېواد ته بېرته ستانه شي. دا چاره د جبري ستنېدو په توګه پېژندل کیږي.
د دې کار د ترسره کولو لپاره، بهرنی دولت ښايي لاندې کړنې ترسره کړي:
- د تګ راتګ د محدودولو او اصلي هېواد ته د بېرته ستنېدو لپاره د فشار راوړلو په موخه، پر کسانو یا د هغوی د کورنۍ پر غړو او نږدې کسانو د سفر بندیز ولګوي.
- په اصلي هېواد کې د هغوی مالي شتمنۍ کنګل کړي.
- په اصلي هېواد کې د هغوی کورنۍ، ملګري یا نږدې کسان وځوروي یا یې وګواښي، او یا پر هغوی فشار راوړي ترڅو یاد شخص بېرته ستنېدو ته وهڅوي.
اړینه ده په یاد ولرئ چې اجباري ستنېدل هغه څه نه دي چې ډېری خلک دې ورسره مخ شي، حتی که د بهرني نفوذ هدف هم وګرځي.
استرداد
استرداد څه شی دی
استرداد د هېوادونو ترمنځ یوه رسمي حقوقي پروسه ده چې په هغې کې یو شخص د جنایي تورونو د ځواب ویلو یا د سزا پلي کولو لپاره بل هېواد ته سپارل کیږي. په نیوزیلنډ کې د استرداد طرزالعملونه د ۱۹۹۹ کال د استرداد په قانون کې مشخص شوي دي.
قانوني استرداد د بهرنۍ لاسوهنې بڼه نه ګڼل کیږي.
څه وخت د استرداد غوښتنه کېدای شي
که چېرې په اصلي هېواد کې د یوه شخص پر وړاندې جنایي تورونه مطرح شوي وي یا هغه شخص د خپل بند موده نه وي پوره کړې، هغه هېواد کولای شي د استرداد غوښتنه هغه هېواد ته وړاندې کړي چې یاد شخص اوسمهال پکې ژوند کوي.
هغه هېواد چې د استرداد غوښتنه کوي، ښايي پر یوه نړیوال تړون یا د بهرني هېواد پر کورنیو قوانینو تکیه وکړي. د استرداد قانون د استرداد غوښتنې لپاره د نیوزیلنډ او بهرني هېواد ترمنځ د یوه تړون شتون اړین نه ګڼي.
د استرداد غوښتنه، د محاکمې یا د سزا پلي کولو د دوام په موخه، اصلي هېواد ته د مطلوب شخص د نیولو او بېرته ستنولو لپاره یوه غوښتنه ده.
د استرداد غوښتنو ته د نیوزیلنډ د کتنې او رسېدنې څرنګوالی
له نورو هېوادونو څخه نیوزیلنډ ته وړاندې شوې د استرداد غوښتنې د حکومت او محکمې له خوا څېړل کیږي.
د نیوزیلنډ قانون غوښتنه کوي چې اړوند چارواکي باید د استرداد غوښتنه رد کړي، که چېرې هغه د سیاسي ځورونې او تعقیب په موخه وي.
پدې کې هغه موارد شامل دي چې شخص د نژاد، قومي ریښې، مذهب، تابعیت، جنسیت یا نورو مواردو، او یا د خپلو سیاسي باورونو له امله د سزا ورکولو په نیت تعقیب کیږي، یا هم د سیاسي ماهیت لرونکي جرم (لکه د شخص د عقایدو یا سیاسي فعالیتونو سره تړلي جرمونه) له امله تر تعقیب لاندې وي.
نیوزیلنډ همدا راز کولای شي د یوه بهرني هېواد د استرداد غوښتنه رد کړي که چېرې پر شخص لګول شوی تور د ښه نیت له مخې نه وي مطرح شوی او د عدالت د ګټو په پام کې نیولو سره نه وي. که چېرې د ټولو شرایطو په پام کې نیولو سره، د شخص بېرته ستنول غیرعادلانه یا ظالمانه وي، غوښتنه کېدای شي رد شي.
په نیوزیلنډ کې د استرداد مدیریت کولو څرنګوالی
که چېرې د بل هېواد له خوا د نیولو معتبر حکم یا جنایي تورونه شتون ولري، د نیوزیلنډ حکومت استرداد د رسمي او په نړیواله کچه پېژندل شویو طرزالعملونو له لارې مدیریت کوي. بهرني چارواکي نه شي کولای د استرداد د پروسې په جریان کې په نیوزیلنډ کې کسان ونیسي، توقیف یې کړي یا ورسره اړیکه ونیسي.
له کوم ځای څخه مرسته ترلاسه کېدای شي
حقوقي استازیتوب او مشوره
دولتي ادارې د استرداد پروسې ته رسېدنه کوي، خو نه شي کولای افرادو ته حقوقي مشوره ورکړي.
دا پدې مانا ده هغه کسان چې د استرداد له غوښتنې سره مخ دي، باید له داسې وکیل سره مشوره وکړي چې د استرداد، بشري حقونو او نړیوالو حقونو په برخه کې تخصص ولري.
په نیوزیلنډ کې د شته حقوقي مرستو په اړه د نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره، دلته وګورئ.