یادونه: دا عمومي مالومات دي. دا مالومات یوازې ستاسو د پوهاوي لپاره دي او حقوقي مشوره نه ګڼل کیږي. په ځانګړو مواردو کې د حقوقي مشورې ترلاسه کولو لپاره، له یوه وړ حقوقي متخصص سره خبرې وکړئ.

که چېرې یو څوک د بهرني نفوذ تر اغېزي لاندې وي، حقوقي مرستې او مشورې ته لاسرسی ورسره مرسته کولای شي چې خپل حقوق او شته اختیارونه ښه وپېژني.

ستاسو حقوق په نیوزیلنډکي

په نیوزیلنډ کې د خپلو حقوقو په اړه دلته ډېر څه زده کړئ.

چېرته کولای شو حقوقي مرسته ترلاسه کړو؟

د ټولنیزو حقوق مرکزونه په لاندې برخو کې مرسته کولای شي:

  • حقوقي مالومات او پوهاوی
  • حقوقي مشوره، مرسته او استازیتوب – په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې د حقوقي خدماتو د لګښت ورکولو وړتیا نه لري.

په ټول نیوزیلنډ کې ۲۴ د ټولنیزو حقونو مرکزونه شتون لري. ډېری مرکزونه په کوچنیو ټولنو کې ګرځنده خدمات یا کلینیکونه وړاندې کوي. د لیدنې وخت ټاکلو لپاره، په مستقیم ډول له سیمه ییزو مرکزونو سره اړیکه ونیسئ.

د نورو مالوماتو لپاره د Community Law وېب پاڼې ته مراجعه وکړئ.

د ځوانانو حقوق د ۲۵ کلونو څخه کم عمر لرونکو ټولو ماشومانو او ځوانانو لپاره وړیا حقوقي خدمات وړاندې کوي.

د نورو مالوماتو لپاره د Youth Law وېب پاڼې ته مراجعه وکړئ.

د اتباعو د مشورې دفتر په لاندې برخو کې مرسته کولای شي:

  • د حقوقو په اړه مالومات
  • وړیا، محرم او خپلواک معلومات او مشوره
  • د حقوقي مشورې ترلاسه کولو لپاره ستاسو د سیمې د ټولنیزو حقونو مرکز ته راجع کول
  • د هغو خدماتو ته د لاسرسي په اړه مالومات چې تاسو ورته اړتیا لرئ

د نورو مالوماتو لپاره د اتباعو د مشورې دفتر وېب پاڼې ته مراجعه وکړئ، یا د وړیا او محرمانه مرستې لپاره له ۲۲۲ ۳۶۷ ۰۸۰۰ شمېرې سره اړیکه ونیسئ.

د حقوقي مرستې بودجه د حکومت له خوا تمویلیږي او د هغو کسانو لپاره ده چې د وکیل د لګښت ورکولو وړتیا نه لري. دا بودجه د حقوقي خدماتو د لګښتونو په ورکولو او د هغو حقوقي ستونزو په حل کې مرسته کوي چې ښايي محکمې ته راجع شي، ترڅو کسان د وکیل د لګښت د نه لرلو له امله عدالت ته له لاسرسي بې برخې نه شي.

د حقوقي مرستې په اړه د نورو معلوماتو لپاره، دلته وګورئ

د نیوزیلنډ د وکیلانو ټولنه (NZLS) په نیوزیلنډ کې پر وکیلانو د تنظیموونکې او څارونکې ادارې په توګه کار کوي. خلک کولای شي د دوی د انلاین نوملړ له لارې خپل مطلوب وکیل ومومي. په دې نوملړ کې هغه وکیلان شامل دي چې په نیوزیلنډ کې د وکالت اجازه لري.

د نیوزیلنډ د وکیلانو ټولنې وېب پاڼې ته مراجعه وکړئ.

دا مالومات دلته ډاونلوډ کړئ - په نږدې راتلونکي کې