د خطرناکو یا غیرقانوني فعالیتونو راپور ورکول چې ښايي له بهرنیو لاسوهنو سره تړاو ولري Reporting harmful or illegal activities that may be linked to foreign interference
د خطرناکو یا غیرقانوني فعالیتونو راپور ورکول چې ښايي له بهرنیو لاسوهنو سره تړاو ولري
یادونه: دا عمومي معلومات دي. دا مالومات یوازې ستاسو د پوهاوي لپاره دي او حقوقي مشوره نه ګڼل کیږي.
په ځانګړو مواردو کې د حقوقي مشورې ترلاسه کولو لپاره، له یوه وړ حقوقي متخصص سره خبرې وکړئ.
ځینې خطرناک فعالیتونه چې د بهرنیو دولتونو د عواملو له خوا د بهرنیو لاسوهنو په چوکاټ کې ترسره کیږي، لا دمخه د نیوزیلنډ په قوانینو کې جرم ګڼل کیږي.
که چېرې دا فعالیتونه د ترسره کېدو په حال کې وي یا یې د ترسره کېدو د باور لپاره دلیل شتون ولري، باید د نیوزیلنډ پولیسو (NZ Police) ته یې راپور ورکړل شي یا د نیوزیلنډ د Crime Stoppers (په مستعار نوم د جرمونو د راپور ورکولو سازمان) له لارې په مستعار ډول خبر ورکړل شي.
اړتیا نشته ثابته شي چې دا فعالیت له یوه بهرني دولت سره تړاو لري یا بهرنۍ لاسوهنه ګڼل کیږي، ځکه ښايي پخپله دا فعالیت یو جرم وي.
حتی که د فعالیت سرچینه یا دا چې ایا بهرنی دولت پکې ښکېل دی او که نه، څرګنده نه وي، بیا هم کېدای شي د نیوزیلنډ پولیسو یا د نیوزیلنډ Crime Stoppers ته یې راپور ورکړل شي. د نیوزیلنډ پولیس وضعیت ارزوي او پرېکړه کوي چې ایا نورو اقداماتو ته اړتیا شته او که نه.
په دې فعالیتونو کې لاندې موارد شامل دي:
- وېرول او ګواښل
- باج اخیستل
- تعقیب کول
- ځورونه
- وهل ټکول او ورته تاوتریخوالی
- سایبري جرمونه لکه هیکنګ او غیر مجاز لاسرسی
- خطرناکې ډیجیټلي اړیکې (د بېلګې په توګه برېښنالیکونه، د ټولنیزو شبکو منځپانګه یا په انلاین فورمونو کې پوسټونه) چې د زیان رسولو په موخه خپریږي، کېدای شي جنایي جرم وګڼل شي،
د خطرناکو ډیجیټلي اړیکو په اړه د نورو معلوماتو لپاره د نیوزیلنډ د پولیسو وېب پاڼې ته مراجعه وکړئ
د نیوزیلنډ پولیسو ته د سرغړونو راپور ورکول
که چېرې دا یو بېړنی وضعیت وي او سرغړونه همدا اوس د ترسره کېدو په حال کې وي، له ۱۱۱ شمېرې سره اړیکه ونیسئ او د نیوزیلنډ پولیس وغواړئ.
که چېرې وضعیت بېړنی نه وي، تاسو کولای شئ له لاندې لارو د نیوزیلنډ له پولیسو سره اړیکه ونیسئ:
- د ۱۰۵ انلاین فورم په کارولو سره
- له هر موبایل یا ټیلیفون څخه له ۱۰۵ شمېرې سره اړیکه نیول؛ دا خدمات وړیا دي او په ټول هېواد کې ۲۴ ساعته د لاسرسي وړ دي.
د ۱۰۵ فورم ستاسو ځینې شخصي مالومات غواړي ترڅو د نیوزیلنډ له پولیسو سره د راپور په څېړلو او له تاسو سره په تعقیبولو کې مرسته وکړي. د نیوزیلنډ پولیس له دې معلوماتو څخه یوازې د قانونی موخو لپاره کار اخلي.
د نیوزیلنډ Crime Stoppers ته په مستعار ډول راپور ورکول
تاسو کولای شئ د نیوزیلنډ د Crime Stoppers له لارې په مستعار ډول مالومات شریک کړئ.
Crime Stoppers یو خپلواک خیریه بنسټ دی چې چارواکو، لکه د کډوالۍ ادارې، ګمرک او د نیوزیلنډ پولیسو ته د جرمونو یا نورو جدي اندېښنو د راپور ورکولو لپاره یوه خوندي او ساده لار برابروي.
پدې کې په نیوزیلنډ کې د احتمالي بهرنیو لاسوهنو اړوند مالومات هم شامل دي.
تاسو کولای شئ په مستعار ډول د انلاین فورم له لارې خپل راپور ثبت کړئ، یا د نیوزیلنډ له Crime Stoppers سره په ۱۱۱ ۵۵۵ ۰۸۰۰ (یا که له هېواد څخه بهر اړیکه نیسئ، په ۳۹۷۱ ۹۲۷ ۹ ۶۴+) شمېره د اړیکې نیولو له لارې له یوه کس سره خبرې وکړئ.
ستاسو هویت به له چارواکو سره نه شریکیږي.
اړینه ده پوه شئ چې که څه هم مستعار راپور کولای شي د نیوزیلنډ پولیسو ته مهم معلومات ورکړي، خو کېدای شي د یوې رسمي څېړنې د ترسره کولو لپاره کافي نه وي او د رسمي شکایت په توګه ونه ګڼل شي.
د بهرنۍ رشوت ورکونې راپور ورکول
بهرنۍ رشوت ورکونه هغه وخت رامنځته کیږي کله چې یو شخص یا شرکت، د یوه بهرني دولتي چارواکي پر رسمي دندو د اغېز کولو په موخه، هغه ته د رشوت وړاندیز وکړي، ور یې کړي یا یې ژمنه وکړي.
بهرنۍ رشوت ورکونه همدا راز هغه وخت رامنځته کیږي کله چې بهرني کسان په نیوزیلنډ کې دولتي چارواکو ته د رشوت وړاندیز وکړي، ور یې کړي یا یې ژمنه وکړي. بهرني دولتونه یا د هغوی اړوند عوامل ښايي د بهرنیو لاسوهنو د ترسره کولو لپاره د بهرنۍ بډې ورکونې څخه کار واخلي.
که چېرې پر بهرنۍ بډې ورکونې شک لرئ، کولای شئ په محرمانه ډول د مالي درندو جرمونو د ادارې د مستعار راپور ورکولو وسیلې له لارې راپور ورکړئ: د بهرنۍ بډې ورکونې راپور ورکول — د نیوزیلنډ د مالي درندو جرمونو اداره