آنلاین کي خونديتوب Keeping safe online
ولې زما لپاره سایبري امنیت مهم دی؟
انټرنت او ټولنیزې رسنۍ حیرانونکې پلیټ فارمونه دي چې له موږ سره د مالوماتو شریکولو او د ملګرو او کورنۍ سره په اړیکه کې په پاتې کیدلو کې مرسته کوي.
په همدي ډول، مجرمین او نور غیرقانوني سازمانونه يي هم ستاسو د پیسو، ستاسو د مالوماتو د ترلاسه کولو یا ستاسو د ویرولو لپاره کاروي.
دوی کولی شي د نړۍ له هر ځای څخه يي وکاروي، په ډیرو ژبو په روانه ډول سره خبرې کولي شي او د قناعت وړ جعلي ویب پاڼې جوړوي. دوی به تاسو سره د بریښنالیک، ټولنیزو رسنیو او متني پیغام له لارې اړیکه ونیسي او دوی به هڅه وکړي چې تاسو د ویري یا اندیښني احساس وکړي، نو پدي حالت کي به تاسو په روښانه ډول فکر نه کوئ.
دا ټول پدې مانا دي چې تاسو اړتیا لرئ چي چمتو اوسئ او تل د هغو چلونو څخه خبر واوسئ چې دوی یې کاروي.
هغه کومې عامې ستونزې دي چې زه ښايي آنلاین ورسره مخ شم؟
دا ځینې خورا عام حالتونه دي چې موږ یې ګورو.
- تاسو یو شکمن بریښنالیک یا لیکلي پیغام ترلاسه کوئ چې له تاسو څخه غوښتنه کوي چې په لینک کلیک وکړئ.
- دا لینکونه داسي ډیزاین شوي چي ډیر وخت جعلي ویب پاڼو ته لاره هواروي تر څو ستاسو حساب یا مالي مالومات غلا کړي.
- تاسو ته یو شکمن زنګ راځي چې د شخصي مالوماتو غوښتنه کوي.
- پورته ذکر شوی زنګ وهونکی به ځان ستاسو د بانک کارکوونکي معرفي کړي او مالومات به وغواړي.
- یو شخص له تاسو سره اړیکه نیسي او ځان یو چارواکي شخص درپیژني، ا هڅه به وکړي چې تاسو کوم کار وکړي.
- ډیر وخت دا شخص یو ډول ګواښ کوي.
- یو څوک ستاسو یو یا ډیرو آنلایني حسابونو ته ننوځي (د بیلګي په توګه: بریښنالیک یا ټولنیزي رسنۍ).
- که څوک ستاسو آنلاین حساب ته ننوځي دوی کولی شي مالومات غلا کړي، د پیسو د لیږلو او مصرفولو لاره بدله کړي، او په بالقوه توګه ستاسو ملګري یا کورنۍ په نښه کړي چې ځان ستاسو په ټوګه ورته معرفي کړئ.
- ستاسو د کریډیټ کارت مشخصات غلا شوي، یا ستاسو پیسي په جعلي پلور یا پانګونه کې غلا شوي دي.
- درغلګر هیله لري چې تاسو به یوه ښه معامله وګورئ او پرته له فکر کولو څخه به پیسې ورکړئ. یا کیداي شي د یوي ریښتینی ویب پاڼي داتا ته لاسرسي ومومي چي ستاسو مشخصات آنلاین افشا شوي وي.
دلته نورې سناریوګانې هم شته:
Get help now – Own Your Online
زه څرنګه آنلاین خوندي پاتې شم؟
که زه د درغلي یا له دې هم د بدتر څه ښکار شم نو څه وکړم؟
ډیر ځایونه شتون لري چې تاسو کولی شئ مرسته تري وغواړي. دا سازمانونه به ستاسو مشخصات له بل چا سره شریک نه کړي، پرته لدې چې تاسو خپله رضایت ورکړئ.
- تاسو کولی شئ د سایبري پیښو راپور د CERT NZ پورټل له لارې NCSC ته ورکړئ او موږ کولی شو مرسته وکړو یا تاسو سره له بلې ادارې سره په اړیکه کي کړو:
د پیښې راپور ورکړئ | CERT NZ - که ستاسو پیسې ورکي شوي وي، نو تاسو باید سمدلاسه له خپل بانک سره اړیکه ونیسئ.
- د درغلۍ لیکني پیغامونه وړیا 7726 ته لیږل کیدی شي، چې د کورنیو چارو وزارت لخوا سمبالیږي.