انلاین ناوړه چلند او ځورونه Online abuse and harassment
انلاین ناوړه چلند او ځورونه څه شی دی؟
ناوړه چلند او ځورونه هغه وخت دی چې څوک د انټرنېټ یا ټولنیزو رسنیو څخه د بل چا د ځورولو، ګواښلو، زورونې یا ترهګرۍ لپاره کار اخلي. دا کیدی شي د پیغامونو، پوستونو یا نورو انلاین کړنو له لارې وشي چې شخص خپه، ویریږي یا ناامني احساسوي.
که ناوړه چلند یا ځورونه د بهرني هیواد په استازیتوب یا د دوي لپاره وشي، دا د بهرني مداخلې یوه بڼه ده. ناوړه چلند او ځورونه کیدی شي ځورونکی او خفه کوونکی وي. مهمه ده پوه شئ چې څرنګه خوندي پاتې شئ، څه مرسته شته، او که تاسو یا ستاسو ټولنه ناوړه چلند او ځورونې سره مخ شوي وي، څه کولای شئ.
که تاسو ناوړه چلند یا ګواښ تجربه کړی وي، څه باید وکړئ
د آنلاین فضا مصئونیت ویبسایټ (Keeping safe online)
د خوندي پاتې کېدلو لپاره د نورو مالوماتو لپاره د آنلاین فضا مصئونیت ویبسایټ وګورئ.