په لاندې ذکر شویو دولتي ادارو باندې د نیوزیلند ملي امنیت د خوندي کولو او ستاسو د حقوقو د ساتنې مسؤلیت دی. دغه مالومات د دوی د دندو او ستاسو د ملاتړ څرنګوالي په اړه دي. تاسو کولی شئ بهرني مداخلت د نیوزیلند پولیسو او د نیوزیلند استخباراتو او امنیت خدمت (NZSIS) ته راپور ورکړئ. د لا زیاتو مالوماتو لپاره د راپور ورکولو په اړه، د څرنګه بهرني مداخلت راپور کړو برخه وګورئ.

د نیوزیلند د دولتي ادارو په اړه مالومات

هغه خدمتونه چې د نیوزیلند پولیس وړاندې کوي، دا یقیني کوي چې خلک وکولی شي په خپلو کورونو، زموږ په سړکونو او په خپلو ټولنو کې امنیت ولري او ځان خوندي احساس کړي. پولیس په 24 ساعتونو کې فعاله وي او په فعاله توګه د جرمونو او زیانونو د مخنیوي او رسیدګۍ لپاره هڅه کوي. موږ د شاوخوا 15,000 پرسونل سره په ښاري او کلیوالي سیمو کې، او همدارنګه د پولیسو له لویو مرکزونو څخه فعالیت کوو.

موږ په ځمکه، سمندر او هوا کې فعالیت کوو او په کال کې له 1,3 میلیونه څخه زیاتو پېښو ته رسیدګي کوو چې پکې د 925,000 څخه زیات 111 اضطراري تلیفونونه او له 743,000 څخه زیات غیراضطراري تلیفونونه شامل دي.

د پولیس پرسونل داسې روزل شوي چې په نیوزیلند کې ټولو خلکو سره مرسته وکړي او له هغوی څخه ساتنه وکړي. د پولیس خدمتونه داسې وړاندې کیږي چې د بشر حقوق مراعت کړي او په خپلواک او بې پرې ډول ترسره شي.

د پولیس اساسي دندې د جرمونو او ټرافیکي پېښو مخنیوی، تحقیق، حل او کمول دي. د پولیس دندې په لاندې مواردو کې دي:

  • د سولې ساتنه
  • د عامه خوندیتوب ساتل
  • د قانون پلي کول
  • د جرمونو مخنیوی
  • د ټولنې ملاتړ او باور رامنځته کول
  • ملي امنیت
  • د نیوزیلند څخه بهر د پولیسو په فعالیتونو کې ګډون
  • د بیړنیو حالتونو مدیریت

د پولیس قومي اړیکو

افسران تنوع ته ارزښت ورکوي او د هېواد په ټولو برخو کې د قومي اړیکو افسران لري چې د قومي ټولنو ملاتړ کوي. هغوی له ټولنو سرهافسران تنوع ته ارزښت ورکوي او د هېواد په ټولو برخو کې د قومي اړیکو افسران لري چې د قومي ټولنو ملاتړ کوي. هغوی له ټولنو سره همکاري کوي ترڅو هغوی سره د پولیس خدمتونو په پوهېدلو او ترلاسه کولو کې مرسته وکړي، د ټولنو اندیښنې پولیسو ته ورسوي او د قومي ټولنو اړوند جرمونو په څېړنه او مخنیوي کې له پولیسو سره همکاري وکړي.

زموږ کارکوونکي تل چمتو دي چې ستاسو اندېښنو ته غوږ ونیسي او له تاسو سره همکاري وکړي څو امنیت ښه شي.

که تاسو په حضوري توګه یا آنلاین کوم ګواښونه ترلاسه کړي وي چې تاسو د ځان یا نورو لپاره اندېښمن کړي وي، مهرباني وکړئ له پولیسو سره اړیکه ونیسئ. دا کولی شي هر هغه پېښه شامله وي چې ښايي د توکم، مذهب، جنسي تمایل، جنسي هويت، معلوليت يا عمر پر بنسټ د دښمنۍ له امله رامنځته شوې وي.

ټول د نیوزیلنډ اتباع باید خپل چاپېریال ته ځیر وي او شکمن یا غیر معمول چلند مقاماتو ته راپور کړي.

111 د پولیسو بیړنی شمېره:

په لاندې مواردو کې له 111 سره اړیکه ونیسئ او د پولیسو غوښتنه وکړئ:

  • خلک ژوبل شوي دي یا له خطر سره مخ دي؛ یا
  • د ژوند یا مال لپاره جدي، بیړنی یا نږدې ګواښ موجود وي؛ یا یو جرم روان وي یا تازه پېښ شوی وي او مجرمان لا هم په صحنه کې وي یا تازه له هغه ځایه وتلي وي.

غیر بیړنۍ پولیس راپور 105:

که مالومات بیړني نه وي، خلک کولی شي شکمن یا غیر معمول چلند د لاندې لارو څخه محلي پولیسو ته راپور کړي:

که اړتیا لرئ له پولیسو سره خبرې وکړئ، کولی شئ له هر موبایل یا ثابت ټیلیفون څخه 105 شمېره ته زنګ ووهئ. دا یو وړیا ملي خدمت دی چې په 24 ساعتونو او 7 ورځو کې شتون لري. که تاسو ونه توانېدل چې په 105 تماس ونیسئ، مهرباني وکړئ زموږ له ویبپاڼې https://www.police.govt.nz/use-105 سره اړیکه ونیسئ.

د نیوزیلنډ امنیتي استخباراتي خدمت (NZSIS) د نیوزیلنډ داخلي امنیت استخبارات خدمت ده. د دې ماموریت د نیوزیلنډ او په دې هېواد کې د ټولو خلکو امنیت تأمینول دي.

د NZSIS اداره یوه عامه خدماتي اداره ده چې د نیوزیلنډ ملي امنیت تهدیدونه څېړي. دا کار د دې مانا لري چې نیوزیلنډ د یو آزاد، پرانستې او ډیموکراتیک ټولنې په توګه خوندي شي. همدارنګه د نیوزیلنډ د نړیوالو اړیکو او اقتصادي هوساینې ساتنه کې مرسته کوي.

دا اداره د نیوزیلنډ داخلي امنیت مسؤل دی او د انساني استخباراتو اصلي مسؤلیت لري. یعنې مالومات د بېلابېلو خلکو سره د خبرو اترو له لارې راټولوي. د NZSIS لخوا چمتو شوي مالومات حکومت او نورو پالیسي جوړونکو ته وړاندې کېږي ترڅو په سمه پریکړه کې مرسته وکړي.

د NZSIS بل دنده د دولتي ادارو او نورو سره مرسته کول دي ترڅو خلک، معلومات او شتمنۍ یې د ملي امنیت له ګواښونو څخه وساتي.

د NZSIS اصلي تمرکز ساحې عبارت دي له:

  • بهرني مداخلې، چې پکې د بهرنیو حکومتونو له خوا د قومي ټولنو په نښه کول د جبري فعالیتونو په شمول دي.
  • جاسوسي
  • تاوتریخوالی افراطیت او ترهګري

د NZSIS اداره له کورنیو شریکانو لکه د نیوزیلنډ پولیسو او د دولت د ارتباطاتو امنیت ادارې (GCSB) سره نږدې همکاري لري.  همدارنګه د خپل ماموریت په برخه کې له ټولنو، ایوي مائوري، محلي حکومتونو، تعلیمي سکتور، سوداګرۍ او نورو ادارو سره همکاري کوي.

دا اداره د 2017 کال د استخباراتو او امنیت په قانون لاندې فعالیت کوي چې تضمینوي NZSIS په قانوني ډول عمل کوي، له سیاسي اړخ بې طرفه دی او د بشري حقونو ژمنې رعایتوي. د NZSIS اداره باید د نیوزیلنډ دولت لخوا ټاکل شویو استخباراتي لومړیتوبونو سره سم عمل وکړي.

د NZSIS اداره نشي کولی څوک ونیسي یا توقیف وکړي، او خلک د دین، تابعیت یا په قانوني اعتراضونو کې د ګډون له امله وڅېړي.

لکه د ټولو عامه خدماتو ادارو په څېر، د NZSIS اداره د محتسب (Ombudsman)، د محرمیت د ساتنې کمیسیونر، د لوی محاسب دفتر او د عامه خدماتو کمیسیون ته ځواب ورکوي.

د NZSIS اداره همدارنګه د استخباراتو او امنیت د عمومي بازرس له سخت او خپلواک څارنې لاندې ده. دنده یې د شکایتونو څېړنه او د استخباراتي ادارو په اړه څېړنې ترسره کول دي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې دوی په قانوني او سم ډول عمل کوي. د NZSIS اداره همدارنګه پارلمان او د نیوزیلنډ وزیرانو ته ځواب ویونکی ده

نور مالومات په Home | New Zealand Security Intelligence Service
خبر اوسئ Engagement | New Zealand Security Intelligence Service
د اندېښنې راپور Reporting a national security concern

د دولت د ارتباطاتو امنیت اداره (GCSB) د نیوزیلنډ اصلي اداره ده چې د سیګنال استخبارات ترسره کوي. دا په دې مانا ده چې استخباراتي مالومات د بریښنایي اړیکو له لارې ترلاسه کېږي.

دا مالومات حکومت ادارو ته وړاندې کېږي ترڅو د هغوی په عملیاتو او پریکړو کې مرسته وکړي. همدارنګه د دولت د ارتباطاتو امنیت اداره (GCSB) مالومات له بهرنیو شریکانو، په ځانګړي توګه له استرالیا، متحده ایالاتو، بریتانیا او کاناډا څخه ترلاسه کوي. د GCSB لخوا ترلاسه شوي مالومات او د بهرنیو استخباراتو مالوماتو ترکیب نیوزیلنډ ته مرسته کوي چې نړیوال وضعیت ښه درک کړي او د ملي امنیت ګواښونه مدیریت کړي.

همدارنګه د دولت د ارتباطاتو امنیت اداره (GCSB) د سایبر امنیت اصلي عملیات د ملي سایبر امنیت مرکز (NCSC) له لارې ترسره کوي، چې دا یو کاري څانګه د GCSB په دننه کې ده. د ملي سایبر امنیت مرکز (NCSC) سایبر امنیت خدمات ټول نیوزیلنډ ته وړاندې کوي - له افرادو نیولې تر سوداګرو او وړو او منځنیو سازمانونو، لویو شرکتونو، حکومت او ملي مهمو ادارو پورې.

د Own Your Online وېب پاڼه د ملي سایبر امنیت مرکز (NCSC) پورې اړه لري چې افرادو او وړو او منځنیو سوداګریو ته د سایبر امنیت مشورې او لارښوونې وړاندې کوي. د سایبر امنیت پېښې د راپور ورکولو لپاره، د Own Your Online وېبپاڼې یا د ملي سایبر امنیت مرکز ته مراجعه وکړئ.

د دولت د ارتباطاتو امنیت اداره (GCSB) له د نیوزیلنډ د امنیتي استخباراتي خدماتو (NZSIS) سره نږدې همکاري لري. د NZSIS اداره د نیوزیلنډ ملي امنیت تهدیدونه څېړي، چې پکې د نیوزیلنډ د دموکراسي ساتنه، بهرني مداخلې ګواښونه او د ټولو خلکو د ژوند او د بیان د آزادۍ حق شامل دي.

یو شمېر محافظتي تدابیر شتون لري چې ډاډ ورکوي GCSB تل د نیوزیلنډ قوانینو او د بشري حقونو ژمنو سره سم عمل کوي.

د دولت د ارتباطاتو امنیت اداره (GCSB) خپل مسئولیتونه د 2017 کال د استخباراتو او امنیت د قانون لاندې ترسره کوي، چې د نیوزیلنډ د آزاد، پرانستې او ډیموکراتیکې ټولنې په توګه ساتنه کوي.

د دولت د ارتباطاتو امنیت اداره (GCSB) یوه عامه خدماتي اداره ده او لکه د ټولو دولتي ادارو په څېر، د محتسب، د محرمیت د ساتنې کمیشنر، د لوی محاسب دفتر او د عامه خدماتو کمیسیون ته ځواب ویونکې ده. همدارنګه، GCSB د استخباراتو او امنیت د عمومي څارنوال له سخت او خپلواک څارنې لاندې ده. عمومي څارنوال د استخباراتي ادارو پر ضد شکایتونه څېړي او بیاکتنې او څېړنې ترسره کوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې دوی په قانوني او سم ډول عمل کوي. همدارنګه د دولت د ارتباطاتو امنیت اداره (GCSB) پارلمان او د نیوزیلنډ وزیرانو ته ځواب ویونکې ده.

شاوخوا 600 کسان په د دولت د ارتباطاتو امنیت اداره (GCSB) کې کار کوي. دوی له ټول نیوزیلنډ څخه جذب شوي او په بېلابېلو رولونو کې کار کوي. د دولت د ارتباطاتو امنیت اداره (GCSB) یوه عامه وېبپاڼه www.gcsb.govt.nz لري چې د دې د فعالیتونو په اړه نور معلومات وړاندې کوي.

د بشري حقوقو کمیسیون Te Kāhui Tika Tangata د نیوزیلنډ ملي بشري حقونو ملي ادارې (NHRI) ده. «هی واکامانا تانگاتا. ژوند د عزت سره د ټولو لپاره» زموږ شعار دی، او موږ د ټولو نیوزیلنډوالو د بشري حقونو ساتنه او پیاوړتیا کوو او ډاډ ترلاسه کوو چې د ټريټي آف وایټانګي مفاد په ټولو اقداماتو کې عملي کېږي ترڅو دا شعار پوره کړو.

د بشري حقوقو کمیسیون څلور کمیشنران، یو د بومي حقونو مشر همکار او شاوخوا 60 کارکوونکي لري چې په اوکلنډ، ویلینګټن او کرايست چرچ ښارونو کې ځای پر ځای دي.

موږ د بشري حقوقو ملاتړ او ترویج په بېلابېلو لارو ترسره کوو. یو له دې لارو څخه د عامه خلکو لپاره وړیا او محرمانه خدمات وړاندې کول دي ترڅو د 1993 کال د بشري حقوقو د قانون پر بنسټ د غیر قانوني تبعیض اړوند شکایتونه وڅېړي.

زموږ د کیس مشاوران او منځګړي له خلکو سره همکاري کوي ترڅو مالومات وړاندې کړي، د ستونزو د وختي حل ملاتړ وکړي او د شخړو د حل خدمات برابر کړي. زموږ خدمات وړیا او محرم دي. موږ شکایتونه نه څېړو او دا نه ټاکو چې ایا قانون مات شوی دی که نه.

که تاسو فکر کوئ چې د نژاد، دین، جنس، د جنسیت څرګندونې، جنسي تمایل، معلولیت یا بل کوم شخصي ځانګړتیا له امله تبعیض درسره شوی وي، نو کولی شئ شکایت وکړئ.

همدارنګه، که تاسو د جنسي آزار یا ناغوښتل شوي جنسي چلند تجربه لرئ، یا که څوک هڅه کوي ستاسو جنسي تمایل یا د جنسیت څرګندونه بدله کړي، کولی شئ شکایت وکړئ.

تبعیض ممکن د یوه فرد له خوا وشي، لکه کار ګمارونکی، دوکاندار، ښوونکی، یا د یوې ادارې یا خدمت له خوا لکه رستورانت یا دولتي اداره.

د بشري حقوقو کمیسیون ته شکایت کول وړیا او محرمانه دي. د شکایت کولو د طریقې په اړه د نورو مالوماتو لپاره، زموږ وېبپاڼې ته په tikatangata.org.nz مراجعه وکړئ.

مالومات په تِه رئو مائوري، ساموایي، تونګایي، دودیز چینایي، ساده چینایي او هندي ژبو کې، همدارنګه په لاسرسي وړ بڼو لکه ساده متن، بریل، لوی چاپ او غږیز ډولونو کې موجود دي.

هی واکامانا تانگاتا.
ژوند د عزت سره د ټولو لپاره

محتسب کولی شي مرسته وکړي کله چې خلک له دولتي ادارو، پشمول مرکزي حکومت او محلي حکومت سره ستونزې ولري. د بېلګې په توګه، د ټولنیز پرمختګ وزارت، د نیوزیلنډ کډوالۍ اداره، ستاسو د ماشوم ښوونځی او ستاسو سیمه ییز شورا.

له محتسب سره د پوښتنې یا شکایت کول وړیا دي او ټولو ته لاسرسی لري.

که تاسو فکر کوئ چې یوه دولتي اداره یو اقدام کړی یا پرېکړه کړې چې تاسو ورسره ناراضه یاست او کېدای شي دا ناعادلانه، غیرمنطقي یا تېروتنه وي، نو کولی شئ له محتسب سره شکایت وکړئ. ستاسو شکایت په دقت سره څېړل کېږي. محتسب ممکن له تاسو وغواړي چې لومړی د هغه اړوند ادارې سره شکایت وکړئ او کولی شي تاسو ته د دې کار د ترسره کولو په اړه مشوره درکړي. محتسب کولی شي تاسو ته د خپلو اندېښنو د مطرح کولو لپاره د نورو لارو چارو په اړه مالومات درکړي. محتسب ممکن ستاسو په شکایت کې مرسته وکړي یا په اړه یې څېړنه وکړي.

که یوه دولتي اداره له تاسو څخه د مالوماتو ورکولو څخه ډډه وکړي، کولی شئ له محتسب سره شکایت وکړئ.

محتسب همدارنګه هغو کسانو ته مرسته کوي چې غواړي په خپل کاري ځای کې جدي سرغړونې افشا کړي یا د ځان د ساتنې په اړه مشوره غواړي کله چې سرغړونې افشا کوي. محتسب ممکن د افشاګریو په اړه څېړنه وکړي او یا یې د څېړنې لپاره ‘معتبره چارواکو’ ته واستوي.

له محتسب سره اړیکه نیول به تاسو ته کومه ستونزه ونه جوړوي. محتسب باید ستاسو اندېښنه هیڅ بل چا ته ونه ښيي، پرته له دې چې دا د ستونزې د حل لپاره ضروري وي.

محتسب خپلواک دی، حقوقی مشوره نه ورکوي او د مدافع یا استازي په توګه عمل نه کوي.

اړیکه نیول که تاسو پوښتنه لرئ یا غواړئ شکایت وکړئ، کولی شئ له محتسب سره اړیکه ونیسئ.

په محتسب ویبپاڼه کې د مختلفو ژبو او بڼو یوه ګټورو سرچینو مجموعه او خپرونو شتون لري.

دا مالومات دلته ډاونلوډ کړئ - په نږدې راتلونکي کې