څرنګه دبهرنیو لاسوهنو راپور ورکړو How to report foreign interference
په نیوزیلنډ کې قومي ټولنې اړتیا نلري چې بهرنۍ لاسوهنه وزغمي. تاسو کولی شئ د لاندې لارو په کارولو سره د بهرنۍ لاسوهني راپور ورکړئ.
په بیړني حالت کې
که دا لاسونه همدا اوس پیښیږي، نو 111 ته زنګ ووهئ او د پولیسو غوښتنه وکړئ.
که تاسو خبرې نشئ کولی او ګرځنده تلیفون درسره دي، نو غلی اوسئ او ’55 شمیره دایل کړئ‘ ورته غوږ ونیسئ.
که تاسو خبرې نشئ کولی او تاسو په لیني تلیفون کې یاست، نو غلی اوسئ او د آپریټر خبرو ته غوږ ونیسئ چې تاسو ته به ووایی چې د مرستې لپاره کومي تڼۍ ته فشار ورکړئ.
د بهرنۍ لاسوهنې راپور ورکول
موږ ټول کولی شو د نیوزیلنډ د امنیت استخباراتي خدمت (The New Zealand Security Intelligence Service (NZSIS)) یا پولیسو ته د راپور ورکولو له لارې له نیوزیلنډ سره له بهرني لاسوهنې څخه په خوندي ساتلو کې مرسته وکړو. مهمه نده چې تاسو کومه لاره غوره کوئ، یادي اداري به ډاډ درکړي چې ستاسو مالومات سم ځای ته رسیږي.
NZSIS ته د بهرنۍ لاسوهنې راپور رکړئ
تاسو کولی شئ د NZSIS ویب پاڼې کې د خوندي آنلاین فورمې په کارولو سره د بهرنۍ لاسوهنې راپور ورکړئ.
تاسو اړ نه یاست که تاسو نه غواړئ چي خپل شخصي مالومات لکه خپل نوم، د تلیفون شمیره، یا د اړیکو توضیحات ورکړئ. تاسو کولی شئ فورمه په خپله ژبه هم ډکه کړئ.
که تاسو غواړئ په NZSIS کې له چا سره خبرې وکړئ، تاسو کولی شئ دوی ته په 6170 472 4 64+ یا 224 747 0800 شمیرو زنګ ووهئ.
کله چې NZSIS ته ستاسو راپور ورسیږي، دوی به یې وارزوي. که تاسو د خپلو اړیکو مشخصات پریږدئ، NZSIS به یوازې هغه وخت له تاسو سره اړیکه ونیسي کله چې دوی نورو مالوماتو ته اړتیا ولري. که NZSIS تاسو سره اړیکه ونه نیسي، دا پدې مانا نده چې دوی ستاسو راپور له پامه غورځولی دی.
پولیسو ته د بهرنۍ لاسوهنې راپور ورکړئ
که چیرې دا بیړنی حالت نه وي، تاسو کولی شئ له پولیسو سره اړیکه ونیسئ:
- د 105 آنلاین فورمې په کارولو سره
- د هر موبایل یا لیني تلیفون څخه 105 ته زنګ وهل، دا خدمت وړیا دی او په ټول هیواد کې 24 ساعته او 7 ورځي شتون لري.
د 105 فورمه ستاسو د ځینې شخصي مالوماتو غوښتنه کوي ترڅو پولیسو سره ستاسو د راپور د پروسي کولو او ستاسو سره يي په تعقیب کولو کې مرسته وکړي. پولیس دا مالومات یوازې د اجازه ورکړل شویو موخو لپاره کاروي.