بهرني هېواد ته د سفر پر مهال، ځینې کسان ښايي د بهرنیو چارواکو، له هغې جملې د هغوی د امنیتي او استخباراتي ادارو له خوا د لا زیاتې څارنې او پلټنې سره مخ شي، چې دا کار د بهرنیو لاسوهنو برخه کېدای شي.

اړینه ده چه په یاد ولرئ چې ډېر مسافر به ښايي داسې څه تجربه نه کړي او په سرحدونو کې پلټنې او څارنه په ټوله نړۍ کې یو عام، معمولاً نورمال او ډېر وختونه له بهرنیو لاسوهنو سره نااړونده کار دی.

بهرني هېواد ته سفر او بهرنۍ لاسوهنې

  • هغه کسان چې په نیوزیلنډ کې په نښه شوي وي
  • د ټولنې هغه غړي چې د بهرنیو هېوادونو په وړاندې د مخالفو یا نیوکه کوونکو لیدلورو په لرلو پېژندل کیږي
  • د ټولنې مشران، مدافعین او فعالان
  • د ټولنې هغه غړي چې د کورنیو، ټولنیزو یا کاري لاملونو له امله سفر کوي
  • د ټولنې هغه غړي چې د نیوزیلنډ حکومت یا سیمه ییزو شوراګانو لپاره کار کوي، او یا په نیوزیلنډ کې انتخابي بستونه لري
  • د ټولنې هغه غړي چې په نورو کلیدي برخو، لکه حیاتي زېربناوو، لوړو زده کړو او رسنیو کې فعالیت لري
  • پخواني کډوال.

  • په ځینو مواردو کې، سیمه ییز چارواکي ښايي کسان بې له کوم روښانه دلیله د هغوی د سفر د پلانونو، فعالیتونو یا اړیکو په اړه تر پوښتنو ګروېږنو لاندې ونیسي
  • کېدای شي د کسانو د ننوتلو یا وتلو مخنیوی وشي، لکه الوتکې ته له پورته کېدو یا د سرحدي تېرېدونکو لارو څخه له ننوتلو منع کول
  • ښايي د سفر یا ویزې په برخه کې محدودیتونه ولګول شي، لکه د هېواد په دننه کې د تګ راتګ محدودول
  • برېښنایي وسایل لکه ټیلیفون، لپټاپ یا نورې وسیلې ښايي وپلټل شي او همدا راز ښايي پدې پروسه کې شخصي معلومات یا لیکلي پیغامونه هم وڅېړل شي
  • له ننوتلو وروسته کسان ښايي تر هدفي څارنې، توقیف یا بند لاندې راشي، چې پدې کې رسمي قضایي اقدامات هم شاملېدای شي
  • کسان ښايي د سیمه ییزو چارواکو له خوا له وېرولو، ځورولو یا ګواښونو سره مخ شي
  • کسان ښايي نه یوازې د نظامي بنسټونو یا رسمي چارواکو له خوا، بلکې  د سیمه ییزو ډلو له خوا هم تر پوښتنو، ځورونې یا ګواښ لاندې راشي.

د نیوزیلنډ قونسلي مرسته

د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت (MFAT) په بهر کې د نیوزیلنډ د وګړو لپاره کونسلي خدمات وړاندې کوي، حتی که هغوی معمولاً په نیوزیلنډ کې ژوند هم نه کوي.

قونسلی مرسته عموماً د نیوزیلنډ دایمی اوسېدونکو ته نه وړاندې کېږی.

په بهر کې د نیوزیلنډ اتباع مکلف دي چې د کوربه هېواد قوانین رعایت کړي، پدې کې د توقیف، قضایي تعقیب یا د تګ راتګ د محدودیتونو اړوند مقررات شامل دي.

دوه ګونی تابعیت لرونکی

د دوه ګوني تابعیت لرل ښايي د کونسلي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د نیوزیلنډ پر وړتیا اغېز وکړي. کله چې یو څوکت د خپل دویم تابعیت په هېواد کې شتون ولري، سیمه ییز چارواکي ښايي هغه یوازې د هماغه هېواد د وګړي په توګه وګڼي او د نیوزیلنډ د مداخلې مخنیوی وکړي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره د SafeTravel وېب پاڼې مراجعه وکړئ: د دوه ګوني تابعیت او دایمي اقامت لرونکو کسانو برخې ته

کډوال او پخواني کډوال

که چېرې تاسو د کډوال په توګه له نیوزیلنډ څخه بهر شتون لرئ، د هغه ملاتړ کچه چې د نیوزیلنډ حکومت یې تاسو ته وړاندې کولای شي، په دپام وړ توګه محدوده وي.

د لا زیاتو مالوماتو لپاره د SafeTravel وېب پاڼې مراجعه وکړئ: د کډوالو او پخوانیو کډوالو برخې ته

SafeTravel NZ

د SafeTravel NZ د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت رسمي وېب پاڼه ده د نیوزیلنډ د هغو اتباعو لپاره چې بهر ته سفر کوي یا هلته مېشت دي، او هغوی ته د سفر مشورې، کونسلي خدمات، د خوندیتوب سپارښتنې او د مسافرینو د نوم لیکنې سیستم وړاندې کوي.

مسافر باید بهر ته له تګ مخکې د SafeTravel New Zealand په وېب پاڼه کې نوم لیکنه وکړي. دا کار د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت سره مرسته کوي ترڅو په خپل وخت معلومات ورسوي، د اړتیا پر مهال له مسافرینو سره اړیکه ونیسي او تر ممکنه بریده مرسته چمتو کړي.

دا مالومات دلته ډاونلوډ کړئ - په نږدې راتلونکي کې