په بېړنیو شرایطو کې:

که چېرې څوک له سمدستي خطر سره مخ وي، له ۱۱۱ شمېرې سره اړیکه ونیسئ او د نیوزیلنډ پولیس وغواړئ.

که چېرې خبرې نه شئ کولای او د موبایل له لارې مو اړیکه نیولې وي، چوپ پاتې شئ او د «۵۵ کېکاږئ» پیغام اورېدو ته منتظر شئ.

که چېرې خبرې نه شئ کولای او له ځمکني ټیلیفون څخه ګټه اخلئ، چوپ پاتې شئ او اپراتور ته غوږ ونیسئ چې له تاسو څخه غواړي د مرستې ترلاسه کولو لپاره یوه تڼۍ کېکاږئ.

څرنګه کولای شو له هغه چا سره مرسته وکړو چې د بهرني نفوذ تر اغېزي لاندې راغلی وي

تاسو څرنګه مرسته کولای شئ

که چېرې داسې څوک پېژنئ چې د بهرني نفوذ تر اغېز لاندې راغلی وي:

  • هغوی ته غوږ ونیسئ او ملاتړ ته یې چمتو اوسئ. هغوی ته ووایاست چې د هغوی پر خبرو باور لرئ او د مرستې لپاره یې ترڅنګ ولاړ یاست.
  • که چېرې هغوی احساس کوي چې له فزیکي پلوه په خطر کې دي، مرسته ورسره وکړئ چې د نیوزیلنډ له پولیسو (NZ Police) سره اړیکه ونیسي. هغوی وهڅوئ ترڅو د مرستې ترلاسه کولو لپاره له خپلو د باور وړ ملګرو یا د کورنۍ غړو سره اړیکه ونیسي.
  • که چېرې رواني ملاتړ ته اړتیا ولري، هغوی وهڅوئ چې له ډاکټر، د داخلي ناروغیو له ډاکټر (GP) یا نورو روغتیایي متخصصینو سره خبرې وکړي. تاسو همدا راز کولای شئ له هغوی سره مرسته وکړئ ترڅو د Healthpoint یا د رواني روغتیا د بنسټ له لارې اضافي خدمتونه پیدا کړي.
    د رواني روغتیا او هوساینې د ښه کولو څرنګوالي په اړه د نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره، د نیوزیلنډ د روغتیا وزارت د خوندیتوب او هوساینې د ملاتړ وېب پاڼې ته مراجعه وکړئ.
  • په انلاین فضا کې د هغوی د خوندیتوب ملاتړ وکړئ. هغوی وهڅوئ چې لاندې حسابونه بلاک یا ان فالو (unfollow) کړي:
  • هغوی وهڅوئ چې د بهرني نفوذ په اړه د کوم ناسم شي د لیدلو یا احساسولو په صورت کې، د نیوزیلنډ پولیسو یا د نیوزیلنډ د امنیتي استخباراتو ادارې (NZSIS) ته راپور ورکړي. هغوی چې هره طریقه غوره کړي، ستاسو معلومات به حتماً اړوندې مرجع ته ورسیږي.

    بهرنۍ لاسوهنې باید یوازې د نیوزیلنډ پولیسو یا د نیوزیلنډ د امنیتي استخباراتو ادارې ته راپور ورکړل شي. د نیوزیلنډ نورو دولتي بنسټونو ته راپور ورکول، رسمي راپور نه شي ګڼل کېدای.
    د راپور ورکولو د طریقې په اړه د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره، دلته وګورئ.
  • په دې اړه فکر وکړئ چې ایا د حقوقي مرستې ترلاسه کول ګټور تمامېدای شي که نه. ښایي د شرایطو په پام کې نیولو سره اړینه وي چې له یوه وکیل سره مشوره وکړي، په ځانګړي توګه که چېرې د هغوی د حقونو په اړه ګواښ، ځورونه یا اندېښنې شتون ولري.
    حقوقي ملاتړ ته د لاسرسي د څرنګوالي په اړه د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره، دلته وګورئ.
  • د خوندي پاتې کېدو په اړه د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره، دلته وګورئ. د ځان او نورو د ساتنې د لا زیاتو لارو چارو د پوهېدو لپاره، د بهرنیو لاسوهنو په وړاندې د ټولنې د پایښت مرکز د خوندي کولو برخې ته مراجعه وکړئ.
    په مرکز «The Hub» کې د خوندي کولو برخې ته د لاسرسي لپاره، دلته وګورئ

په یاد ولرئ: اړتیا نشته چې تاسو په خپله دغه وضعیت وڅېړئ. اقدام کول یا د دې کار ترسره کول ښایي هم ستاسو لپاره او هم د هغه چا لپاره چې د بهرني نفوذ تر اغېز لاندې راغلی دی، خطرناک وي.

دا مالومات دلته ډاونلوډ کړئ - په نږدې راتلونکي کې