دلته د قومي ټولنو لخوا د تجربه شوي بهرنۍ لاسوهنې ځینې بیلګې دي. دا بیلګې د هغو تجربو پر بنسټ دي چې قومي ټولنو د قومي ټولنو وزارت سره شریک کړي دي.

په دې بیلګو کې "بهرنی دولت" له نیوزیلنډ پرته د یو بل هیواد مانالري .دا اصطلاح له نیوزیلنډ څخه بهر هیوادونو لپاره کارول کیږي.

د سفر پر مهال د پاسپورټ او ویزې ستونزې

د ټولنې غړي ډیر وختونه غواړي چي خپلو اصلي هیوادونو ته سفر وکړي ترڅو له خپلو ملګرو او کورنیو سره وګوري.
د دې لپاره، دوی ممکن د قونسلګرۍ خدمتونو کارولو ته اړتیا ولري. دا خدمتونه د یو هیواد د سفارت یا قونسلګرۍ لخوا خپلو اتباعو ته چي په بهر کي دي دوي ته وړاندي کیږي او پدي خدمتونو کي د پاسپورټونو، ویزې، سفري اسنادو صادرول او د نورو قانوني مسلو چارو ترسره کول شامل دي.

په نیوزیلنډ کې د یوې قومي ټولنې غړو ته د قونسلګرۍ د کارکوونکیو لخوا ویل شوي چې دوی به د پاسپورټونو نوي کول یا ویزې ترلاسه نکړي که چیرې دوی په نیوزیلنډ کې د هغو ډلو یا خلکو سره ملګرتیا ولري چې په هغه بهرني دولت نیوکه کوي. دا ټولنه ته د دې احساس، ورکوي چې خپل نظرونه څرګند نکړي، له ځینو خلکو سره خبرې ونکړي، اعتراض ونکړي، یا له ځینو ډلو سره یوځای نشي. دا  محدودیتونه په نیوزیلنډ کې دي ټولنې ته د بهرني دولت لخوا د تړلو او کنټرولیدلو احساس ورکوي. کله چې خلک نشي کولی د خپلې کورنۍ او ملګرو د لیدو لپاره سفر وکړي، دا د دوی په کورنیو او هوساینې باندې لوی اغیزه لري.

د عبادت پر ځایونو اغېزه کول

په یوه ټولنه کې، د عبادت ځای د بهرني لاسوهنې لخوا په نښه شوي وو. یو نوی غړی، چې ډیر مذهبي ښکاریده، د ټولنو په مذهبي فعالیتونو کې ډیر ښکیل شو. دوی د سیاست په اړه ډیرې خبرې پیل کړې او خلکو ته یې وویل چې د خپل اصلي هیواد د حکومت ملاتړ وکړي. دوی غوښتل چې وعظونه د سیاست په اړه وي. نوي غړي دا هڅه هم وکړه چې خلک د بهرني دولت له نیوکې څخه ډډه وکړي. له دوی څخه د بهرني دولت لخوا وغوښتل شول چې دا ټول ترسره کړي.

د ټولنې هغه غړو چي د دوي د دي نوي غړي په حضور کې پر بهرني دولت نیوکه یې کوله، بیايي متني پیغامونو او د ټولنیزو رسنیو له لارې نامالوم ګواښونه ترلاسه کول. دا ډول څه د نوي غړي له راتګ دمخه نه و پیښ شوي. ټولنې دا شک درلود چې دا نوی غړی بهرني دولت ته راپور ورکوي. دوی ولیدل چې دا مسلې یوازې وروسته له هغه پیل شوې چې دا نوی غړی له دوي سره یوځای شو او هڅه یې وکړه چې خلک د بهرني دولت ملاتړ وکړي. دې وضعیت خلکو ته د یو بل څخه د ناامنۍ او بې باورۍ احساس ورکړ. د ټولنې لپاره دا سخته شوه چې سره راټول شي او په دې عبادت ځای کې په خپله عقیده تمرکز وکړي.

د یوه بهرني دولت له خوا پر ټولنو څارنه

په یوه ټولنه کې، خلکو د خپلې ټولنې د یو غړي څخه شکمن چلند ولید. دي سړی تل د ټولنې د نورو خلکو د سیاسي نظرونو او فعالیتونو په اړه پوښتنه کوله. ټولنې وموندله چې دا کس د بهرني دولت لخوا غوښتل شوی و چې په نیوزیلنډ کې خپل سفارت ته د هغو خلکو په اړه راپور ورکړي چې د خپل اصلي هیواد پر حکومت یې نیوکه کړې وي.

د ټولنې ځینې غړي چې له دې کس سره یې خبرې کړې وې او په بهرني دولت یې نیوکه کړې وه، له ناڅاپي ستونزو، لکه د ویزې ستونزې او خپل اصلي هیواد ته له رسیدلو وروسته په هوایی ډګر کې له پوښتنو سره مخ شول. دوی هیڅکله مخکي له دي ستونزو سره نه و مخ شوي. دوی فکر کوي چې دا ستونزې ځکه رامینځته شوې چې د دې ټولنې د هغه غړي سره د دوی خبرې اترې سفارت ته راپور شوې وې. دې کار په ټولنه کې خلک وویرول او بې باوره يي کړل، نو دوی د خپلو ریښتینو نظرونو څرګندول بند کړل.

دوکسېنګ، انلاین ناوړه چلند او ځورونه

د ټولنې یو غړی چې ډیر وخت يي په ټولنیزو رسنیو کې په ښکاره پر یو بهرنۍ دولت نیوکه کوله، د بهرنۍ لاسوهنې سره مخ شو. د دوی شخصي مالومات لکه د دوی پته، د تلیفون شمیره، او بریښنالیک، آنلاین پرلیکه خپاره شول — دا د افشا کولو (doxing) په نوم یادیږي. هغه خلک چې دا افشا کول یې کړی و د بهرني دولت لخوا ګمارل شوې وو. د ټولنې غړي ګواښوونکي تلیفونونه او پیغامونه ترلاسه کړل. د دوی د ټولنیزو رسنیو حسابونو هم ډیرې ناوړه تبصرې ترلاسه کړې. د ټولنې غړی ډیره ویره درلوده او د ناامنۍ احساس يي کاوه.

دوی وروسته وموندله چې دا کار په نیوزیلنډ کې د هغو خلکو لخوا شوی چې د بهرني دولت لپاره کار کوي. د ټولنې د غړی شخصي مالومات د ویرولو لپاره افشا کړل شوي وو، تر څو دوی په ډاګیزه ټوګه پر بهرني دولت نیوکه ودروي. دوی په ټولنیزو رسنیو کې د خپلو نظرونو څرګندول او خبرې کول بند کړل.

په بهر کې د کورنۍ په نښه کول

د ټولنې یو غړی سره د یو داسې کس له خوا اړیکه ونیول شوه چې د یوه بهرني دولت استازی و. دوي ته وویل شول چې که د هغه بهرني دولت له خوا جوړ شوي ګروپ سره یو ځای نه شي، نو د هغوی کورنۍ به په خپل اصلي هېواد کې زیانمن شي. د دې ډلې موخه دا وه چې په نیوزیلنډ کې د خپلې ټولنې په منځ کې د بهرني دولت په استازیتوب سیاسي پیغامونه خپاره کړي. هغه ټولنی غړی نه غوښتل ډلې سره یو ځای شي، خو د خپلې کورنۍ د خوندیتوب له امله یې فشار احساس کاوه چې ورسره یو ځای شي.

مجبورېدل چې ډلې سره یو ځای شي، هغه ټولنیز غړی ته د ګواښ او ناامني احساس ورکړ. هغوی پاملرنه کوله چې داسې خبرې ونه کړي چې ښکاره کړي له هغې ډلې سره ملاتړ نه کوي. هغوی احساس کاوه چې خپل اصلي نظریات نه شي ویلی. د دوی د بیان د آزادۍ حق اخیستل شوی و.

د ټولنیزو فعالانو او د هغوی د کورنیو پر وړاندې ګواښونه

یو فعال چې پر خپل اصلي هیواد يي نیوکه کوله، خپل اصلي هیواد ته د ورګرځیدلو پر مهال د چارواکو لخوا ورته زیان ورسید. په نیوزیلنډ کې چي ټولنې د دې په اړه واورېدل ډیر اندیښمن شول چې دا د هغه چا سره پیښیږي چې دوی یې پیژني.

یو څو میاشتې وروسته په نیوزیلنډ کې، د ټولنې یو غړي ګواښوونکي پیغامونه ترلاسه کړل چې نوموړی ته یې ګواښ کړي و چې که دوی بهر ته سفر وکړي نو محتاط دي واوسئ. دوی په نیوزیلنډ کې د خپل اصلي هیواد د بشري حقوقو اندیښنو په اړه څرګندوني کړي وي. اوس، دوی له خپلې کورنۍ سره د لیدنې او په هغو هیوادونو کې د پاتې کیدلو په اړه ډیر اندیښمن دي چې ممکن د دوی د اصلي هیواد د حکومت لخوا د دوي د نیولو په امر عمل وکړي.

د دوی د اصلي هیواد دولتي چارواکو په هغه هیواد کې د دوی له کورنۍ سره ولیدل، اوس د دوی کورنۍ له دوی څخه غوښتنه کړې چې په نیوزیلنډ کې د بشري حقوقو په اړه خبرې کول ودروي. د دې فشار له امله د ټولنې غړي له خپلې کورنۍ سره اړیکه بنده کړله، ځکه چې دوی د خپلې کورنۍ د خوندیتوب په اړه ویره لري. دوی په نیوزیلنډ کې د خپل خوندیتوب او د بیان آزادۍ په اړه هم اندیښمن دي.

د علني څرګندونو له امله له بانکي خدماتو څخه محرومول

د ټولنې یو غړي په نیوزیلنډ کې په رسنیو کې د خپل اصلي هېواد پر ضد خبرې وکړې. له دې وروسته، د دوی له نیوزیلنډ بانک څخه ورسره اړیکه ونیول شوه او ورته ویل شول چې د دوی حسابونه بند شوي ځکه چې نومونه یې د هغو کسانو په نړیوال لېسټ کې دي چې په جدي جرمونو تورن دي. دې عمل ته debanking (د بانکي حساب بندول) ویل کېږي. هغوی خپلې پیسې ته لاسرسی نه درلود ځکه چې د دوی بانکي حسابونه بند شوي وو.

هغه ټولنیز غړی ډېر اندیښمن و ځکه چې هیڅ جرم یې نه و کړی. هغوی باور درلود چې نوم یې د خپل اصلي هېواد لخوا په لېسټ کې اچول شوی څو هغوی وویروي او له خپل هېواد څخه د انتقاد مخه ونیسي. هغوی احساس کړل چې پرته له چوپتیا بل انتخاب نه لري.

د پروګرام پر تنظیموونکیو فشار راوړل د مالوماتو د شریکولو لپاره

یو قومي ټولنه د یوې کلتوري غونډې په تنظیمولو بوخته وه. د غونډې مسؤل ته د هغه چا له خوا چې د کوربه هېواد د حکومت استازی و، یوه لویه مالي مرسته وړاندیز شوه. مالي مرسته یوازې هغه وخت ورکړل کېده چې مسؤل د خپلې ټولنې د خلکو شخصي مالومات شریک کړي.

د غونډې مسؤل د دې وړاندیز له امله ډېر ناارامه و. هغوی تر فشار لاندې وو چې مالي مرسته د غونډې د ملاتړ لپاره ومني، خو نه غوښتل د ټولنې د غړو شخصي مالومات شریک کړي. کله چې یې مرستې رد کړه، وېره یې احساس کړه. هغوی وېره درلوده چې د مرستې ردولو له امله به ورته څه پېښېږي. په خپله ټولنه کې ژوند ورته سخت او ناخوښه شو.

د مالي فشار پلي کول د ټولنې د غړیو د څارنې کولو لپاره

د ټولنې یو غړی د مالي ستونزو سره مخ و. په ټولنه کې یو کس د بهرني هېواد له استازیتوب سره ورسره اړیکه ونیوه او ورته يي د کار وړاندیز وکړ. دنده دا وه چې د نیوزیلنډ د ټولنې غړي تر نظر لاندې ونیسي او بهرني حکومت ته راپور ورکړي. هغوی غوښتل د هر چا په اړه معلومات ولري چې بهرنی حکومت نیوکه کوي.

هغه د ټولنې غړی اندیښمن و. هغوی نه غوښتل خپله ټولنه تر نظر لاندې ونیسي. د هغوی مالي شرایط د فشار د وسيلې په توګه د هغوی د مجبورولو لپاره کارول کېدل. هغوی منفي ځواب ورکړ، خو ویره یې لرله چې د خپلې نابرابرۍ له امله به ورته ستونزه پېښه شي. هغوی د دې وېرې له امله چې بیا به ورسره اړیکه ونیول شي، ځان یې له ټولنې ګوښه کړ. دوی خپله باور په ټولنه له لاسه ورکړ او په دې یې شک درلود چې نور کوم کسان ښايي په دې فعالیتونو کې شریک وي.

دا مالومات دلته ډاونلوډ کړئ - په نږدې راتلونکي کې