د نیوزیلنډ د امنیت استخباراتي خدمت څخه د قضیو یا پیښو څیړنی Case studies from New Zealand Security Intelligence Service
د پېښو دا څېړڼې د نیوزیلنډ د امنیت استخباراتي خدمت د امنیتي ګواښ چاپیریال اړوند دي. پدې څېړنو کې د ”بهرني دولت“ اصطلاح له نیوزیلنډ پرته بل هر هېواد ته کارول شوې. دا اصطلاح د نیوزیلنډ څخه بهر هیوادونو لپاره کارول کیږي.
د نیوزیلنډ د امنیت استخباراتي خدمت (New Zealand Security Intelligence Service (NZSIS)) د یو بهرني دولت لخوا یو نیابتي عمل، چې اکثرآ د یوه استازي لخوا ترسره کیږي، چې موخه یې د تیرایستونکیي، فاسد یا جبري لارو چارو له لارې د نیوزیلنډ ملي ګټې اغیزمنول، ګډوډول یا زیانمنول وي، دا دي د بهرنۍ لاسوهني په توګه تعریفوي. نورمال ډیپلوماتیک فعالیتونه، لابي کول او د نفوذ ترلاسه کولو لپاره نورې ریښتینې، ښکاره هڅې لاسوهنه نه ګڼل کیږي.
د قضیې څیړنه 1
په 2023 کې، یو بهرني دولت په نیوزیلنډ کې مېشت د هغه هېواد د یو کس له لارې غوښتل د ټولنې د غونډو په مالي ملاتړ کولو سره په سیمه ییزه ښاروالۍ فشار راوړي ترڅو په دغو غونډو کې یوه ځانګړې مذهبي ډله ګډون ته پرینږدي. دي بهرني دولت غوښتل، چي دا خبر واضح کړي چې دا ډله د دوی په هېواد کې منعه ده او په نیوزیلنډ کې د یاد هېواد د کډوالو پر خلاف فعالیت کوي.
د قضیې څیړنه 2
NZSIS له یو شمېر ډیپلوماتانو څخه خبر دي چې د خپل دولت استازولي کوي او د نیوزیلنډ له یو شمېر هغو زده کوونکیو سره اړیکي ساتي چې په نیوزیلنډ کې د اړوند هېواد کډوال دي. دغو ډیپلوماتانو د زده کوونکیو انتخاب شوي استازي تر خپل اغېز لاندې ساتي ترڅو مطمین شي هغوی په سیاسي لحاظ یادو دولتونو ته وفادار پاتي شي. دوی هڅه کړې چې له زده کوونکیو سره خپلې دا اړیکي پټې وساتي تر څو په اکاډمیکو مرکزونو کې د لاسوهنې تور پرې پورې نشي. دا ډول چارې پخپله د بهرنۍ لاسوهنې یوه بېلګه ده. دوی پدې لټه کې دي چې د زده کوونکیو دا ډلې کنټرول کړي او دا چي د هغوي دولتونو ته څرنګه نظر لري او پدې ډول خپل مخالفین وپیژني.
د قضیې څیړنه 3
یو لږ شمیر بهرني دولتونه په نیوزیلنډ کې د ځانګړو ټولنو په اړه مالومات راټولوي. ډیر وختونه دا دولتونه به د ټولنې له غړو څخه کار واخلي ترڅو هغه خلک وڅاري چې بهرني دولت یې په نیوزیلنډ کې د مخالفینو په توګه پیژني او د دوی په اړه شخصي مالومات راټول کړي. دا مالومات د غچ اخیستنې عمل ترسره کولو لپاره کارول کیدی شي لکه د ویزې لغوه کول یا د کورنۍ هغه غړي يي په نښه کول چې لاهم په بهرني هیواد کې ژوند کوي. په 2023 کې، یو بهرني دولت د نیوزیلنډ د یو شخص د ویزې غوښتنلیک رد کړ چې غوښتل يی په هغه هیواد کې د کورنۍ سره لیدنه وکړي ځکه چې دي شخص د یوې ټولنې د ډلې سره تړاو درلود چې بهرني دولت یې نه خوښاوه.